ایکنانیوز د فلسطین سما له قوله راپورراکوي، د غزې د اوقافو وزارت نن په یوه راپور کې ووئیل، چې د غاصب رژیم په هوائي بمباریو ،توغندیو او بمونو ۶۰۴ جوماتونه په بشپړه توګه او څه دپاسه ۲۰۰ جوماتونه په جزوي توګه ویجاړ کړي دي.
د غزې د اوقافو وزارت په اعلامیې کې ويلي دي، غاصب رژیم همدارنګه ۶۰ هدیرې په نښه او له مینځه وړې او تر زرو د زیاتو شهیدانو مړي یې تښتولي او ټوټې ټوټې کړي دي.
د دغه خبر له مخې، د اسرائيلو غاصب رژيم د دغه وزارت د مرکزي دفتر، د قرآن راډيو د مرکزي دفتر، د خان يونس اوقافو د ادارې او د دغه وزارت د اسنادو او نسخو د ساتلو د مرکز په ګډون، د اوقافو د وزارت پنځلس مرکزونه ويجاړ کړي او تر اوسه په غزه کې د اوقافو وزارت ۹۱ کارکوونکي هم په شهادت رسېدلي دي.
د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو په بریدونو کې څه دپاسه ۳۵ زره فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه ۷۹ زره نور هم ژوبل شوي دي. په دغو بریدونو کې په سلګونه زره فلسطینیان همدارنګه بې کوره شوي هم دي.